د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۳:۱۲
pho_٢٠٢٣-١٢

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. په دغه ناسته کې د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تر هراړخیز بحث وروسته تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.  همدارنګه په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه څو د بلخ ولایتي مسوولین په بلخ کې د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د مډرن او معیاري ترمینل جوړولو په موخه په مناسب ځای کې د خصوصي سکټور لپاره ځمکه مشخصه او راپور یې دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د ګلبهار انوېستمنټ ګروپ له لوري له ګاز څخه د برېښنا د تولید او د کابل ښار د دوهمې ناحیې په قوایې مرکز سیمه کې د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې. د یادو طرحو د اقتصادي، تخنیکي او حقوقي ارزونې لپاره مختلفې کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه، څو په اړه یې خپل راپورونه د دوه اوونیو په جریان کې له دغه کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS