د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه تایید شوه

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۲
31,jan,2024

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د بهرنیو او کورنیو خصوصي شرکتونو له لوري د پانګونې وړاندې شوو یوشمېر طرحو په اړه بحث وشو. یادې غونډې ته د خصوصي شرکت له لوري د هېواد په ۱۲ بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. تر هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. دغې ناستې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازو د ننګرهار ولایت په مهمندره ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د تیرپارک جوړولو طرحې د ارزونې راپور هم وړاندې کړ، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره یاده طرحه تایید او د منظورۍلپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه. همدارنګه د پاتې نورو طرحو په اړه تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سرهد یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې دې پر ټاکل شوو نېټو دې کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS