اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د سروبي دوهم بند د جوړېدو او په جوزجان کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه بحث وشو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۴:۱
WhatsApp Image 2024-06-13 at 10.15.49_923e6795

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د کابل ولایت اړوند د سروبي دوهم بند د جوړېدو، په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رغنیزو موادو په اړه د جوړې شوې مسودې او یوشمېر نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو. په غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ جوړه شوې وه، تر هراړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د اقتصادي کمېسیون د نظرونو په پام کې نیولو سره دې د سروبي دوهم بند د جوړېدو په اړه له مختلفو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. همدارنګه یاد وزارت ته لارښوونه وشوه څو په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت په ګډون د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د رغنیزو موادو (شګه، جغل او تهداب تیږه) په اړه د وړاندې شوې مسودې په اړه هم بحث وشو. د مسودې تر هراړخیزې ارزونې وروسته کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ د رغنیزو موادو په هوکړه لیک کې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره دې د یادې مسودې د لا غني کولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره ګډ مجلس ترسره او نهايي مسوده دې د منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS