د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د برېښنایي سکنرونو د نصب قرارداد لاسلیک شو

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۳:۱۰
WhatsApp Image 2024-07-27 at 12.35.35_5a15d490

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د ۸ میلیاردو افغانیو په پانګونې سره د ۳۳ برېښنایي سکنرونو د نصب قرارداد لاسلیک شو. د دغه قرارداد له مخې به قراردادي شرکت د هېواد په (تورخم، حیرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، آقینې او شیرخان) بندرونو کې د هر ډول توکو د سکن کولو په موخه پرمخ تللي سکنرونه نصبوي، چې د هر ډول قاچاق مخنیوی به وکړي. د یادونې وړ ده چې د پانګونې دغه طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري تایید او د اقتصادي کمېسیون له‌خوا منظور شوې، چې نن یې د مالیې وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد لاسلیک شو. د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور په یادو سکنرونو شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي، چې ساختماني چارې به یې د دوه کلونو په جریان کې بشپړې او شاوخوا  ۲۰۰۰ کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۱۳
Background image

د اقتصادي کمېسیون له خوا د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ څه د پاسه ۴۶ میلیون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۱
Background image

د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ څه د پاسه ۴۶ میلیون. . .

BACK TO NEWS