د کابل ـ غزني لویې لارې د دوهم لین د جوړولو چارې پيل شوې

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۲۰:۴۳
787

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه له کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سیمې پورې د دوهم سړک د لومړي او دوهم فاز کار پیل شو.

 په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو ګډون کړی وو. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د سړک د کار د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن د دې مهمې پروژې کار پیلوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د غزني او کابل ترمنځ د دوهم لين سړک جوړول د مرکز او سوېل ترمنځ د نښلېدو بنسټيز پل دی چې په پايله کې به يې سوداگریز فعالیتونه آسانه، د توکو د لېږد وخت او لګښتونه به کم او د دې لارې مسافرو ته به آسانتیاوې برابرې شي.

د محترم ملا صاحب په وینا، د لارې په اوږدو کې به لسگونه نوي کاري فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به یاده لار د کابل او غزني ترمنځ سوداگریز تړاو غښتلی کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د کابل ـ کندهار لویه لاره به د مرکز او سوېل پر نښلولو سربېره له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو سره زموږ سوداگریز مسیر لا غښتلی کړي.

محترم ملا صاحب له هېوادوالو وغوښتل چې د دغه ملي پروژې په بشپړولو کې همکاري وکړي تر څو یې چارې په ټاکل شوي وخت بشپړې شي. همداراز د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل چې د سړک کیفیت ته پام وکړي.

د یادولو وړ ده چې له کابل څخه تر غزني پورې د دوهم لین سړک ۱۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري چې په اوږدو کې یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه شته چې چارې به یې په ټاکل شوې موده کې پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۵۱
Background image

د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسۍ، د منرالونو د ملي پالیسۍ مسودې او په نباتي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحې ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پر پالیسۍ، د منرالونو د ملي پالیسۍ پر مسودې او په نباتي غوړیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

په جوزجان ولايت کې د سيمنټو تولیدي فابريکې د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د عقرب مياشتې په اتمه نېټه د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کې د کانونو او  پټروليم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۲۴
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته وشوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په پنځمه نېټه د کابل – جلال اباد لویې لارې د دوهم لین سړک د جوړولو چارو پرانیسته. . .

BACK TO NEWS