په پراختیايي برخو کې د اوږدمهالو مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې وشوې

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
98hhyd

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مفتي عبدالله عزام په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت اړوند د عامه اړیکو ریاست او د کورنیو موسساتو د استازو ترمنځ  په پراختیايي برخو کې د اوږدمهالو مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې وشوې.

ښاغلي مفتي عبدالله عزام دغه غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، کورنیو موسساتو په سختو حالاتو په ځانګړي ډول په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال هېوادوالو ته بشري مرستې رسولې او د هغوی لاسنیوی یې کړی، چې اسلامي امارت یې قدردانی کوي. ښاغلي عزام زیاته کړه، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې د ابادۍ او د ولس د ستونزو د اساسي حل فرصت برابر شوی، چې ښه ده کورني موسسات له اسلامي امارت سره په پوره همغږۍ د امکان تر حده خپلې مرستې پراختیايي برخو ته واړوي چې دا به په اوږدمهال کې د هېوادوالو اقتصادي ستونزې حل کړي.

ورپسې د کورنیو موسساتو استازو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له مسوولینو مننه وکړه چې د کورنیو موسساتو د ستونزو د حل او په پراختیايي برخو کې د اوږدمهاله مرستو د جلب او تطبیق په موخه یې د همغږۍ غونډه رابللې ده. دوی خپلې ستونزې او د اوږدمهاله مرستو د جلب او تطبیق په برخه کې خپل وړاندیزونه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له مسوولینو سره شریک کړل. د غونډې په پای کې دواړو لورو د اسلامي امارت او کورنیو موسساتو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او تاکید وشو، چې په دغه برخه کې به ګډ کار کولو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS