په کور دننه د سلګونه مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پر وړاندې شوو طرحو بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱۲
پاګونې کمېټې خبر

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم په جوزجان ولایت کې له طبیعي ګازو د ۵۰ مېګاواټه، د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه، په کابل ولایت کې له جامدو کثافاتو او په سمنګان ولایت کې د لسګونو مېګاواټه بادي برېښنا د تولید، د کرنیز کمپلکس پر طرحې او همدا راز په غزني ولایت کې د پنځه زره ټنه ظرفیت په درلودو سره د سړې خونې د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

په غونډه کې د یادو طرحو له هراړخیزې ارزونې وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو د یادو طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره او خپل راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

BACK TO NEWS