د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه ترسره شوه

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۱۷
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دغه ځانګړې غونډه کې د کابل ولایت د ارغندۍ څلورلارې او چمتلې سیمه کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د ټولګېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو. یادې طرحې له هراړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې د تایید وړ وبلل شوې او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دغو طرحو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو اړتیاوې په نظر کې ونیسي او وروسته یادې طرحې د مالي تحلیل په موخه مالیې وزارت ته ولېږي. مالیې وزارت به یې د مالي تحلیل راپور د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې. . .

BACK TO NEWS