محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیست

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۳:۲
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا  کې به د پام وړ مرسته وکړي.

محترم ملا صاحب وویل، د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي او په لویه کې به دغه کمپلکس د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند یوځل بیا پر ټولو پانګوالو او تجارانو غږ وکړ چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. د هغه په خبره، اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو مننه وکړه چې دغه تولیدي فابریکې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې په ټینګار وغوښتل چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په غونډه کې د بهرنیو تمویلوونکو له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

BACK TO NEWS