د مالیې وزارت د عایداتي فرصتونو راپور د تایید وړ وبلل شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۱۶
د مالیې وزارت د عایداتي فرصتونو راپور د تایید وړ وبلل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د عایداتي فرصتونو راپور وړاندې شو. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد راپور د تایید وړ وبلل شو. د دې راپور له مخې، مالیې وزارت ۱۷ هغه عایداتي منابع په ګوته کړې چې په بیاځلې فعالېدو او سم مدیریت سره یې په کلني ډول د حکومت خزانې ته په لسګونو میلیارده افغانۍ عواید جمع کېدلی شي. دغه راپور د تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

همداراز دې غونډې ته د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغو کې د شته نمرو د ویش په اړه د جوړ شوي طرزالعمل راپور هم وړاندې شو. دغه طرزالعمل د یوې ګډې کمېټې له لوري جوړ شوی، چې تر توشیح وروسته به تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS