محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اکبر موسسې له رییس سره وکتل

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۵۵
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اکبر موسسې له رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د اکبر موسسې له رییس نمیک حیدروف سره وکتل. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د اکبر موسسې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دې موسسې له مسوولینو یې وغوښتل چې له امارتي ادارو سره په همغږۍ د پراختیايي پروژو زیاتوالي او په ښه ډول تطبیق ته پاملرنه وکړي. محترم ملا صاحب وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.

ورپسې د اکبر موسسې رییس نمیک حیدروف خبرې وکړې. هغه وویل، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو د پراختیايي کارونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړې، له همدې فرصت څخه په استفادې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره د نړیوالو مرستې راجلب او له امارتي ادارو او اړوندو مؤسسو سره په همغږۍ یې په ښه ډول تطبیق کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له خپل لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۵۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اکبر موسسې له رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د اکبر موسسې له رییس نمیک حیدروف سره وکتل. په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۷:۱۸
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د انرژۍ له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۴۹
Background image

له ازبیکستان سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د برېښنا څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۶مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت. . .

BACK TO NEWS