محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۳۳
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له ترسره شوو کارونو ستاینه وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، څو د کیفت په پام کې نیولو سره د ژمي تر را رسېدو مخکې د دغه مهمې لارې پاتې کارونه هم بشپړ کړي.

د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د سالنګونو لویې لارې کارونه دوام لري او ژمن دي، چې د روان کال لپاره پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړ کړي.

اوسمهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي، چې په مجموع کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي. په یادو تکمیل شوو ګالریو باندې په خورا لوړ کیفیت ۸۵ سانتي متره کانکریټ اچول شوي دي. په ورته وخت کې د شمالي سالنګ د بیارغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دښتې لیلې د شهیدانو ارواح ته دعا وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند  د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په یوولسمه نېټه په جوزجان ولایت کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په کندوز کې د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په کندوز ولایت کې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

د تخار ولایت سپین زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په لسمه نېټه په تخار ولایت کې د تخار سپين زر سوداګریز ښارګوټي د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. . .

BACK TO NEWS