اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۳۲
اقتصادي کمېسیون د  دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې د تایید لپاره وړاندې شوې، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوې.

په دې طرحو کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکیټ ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د لس پوړیز سوداګریز مارکیټ ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پنځه پوړیز مارکیټ ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکیټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکیټ جوړول دي. په دې طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلا آباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام کلا سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول چې د اړتیا وړ ټول امکانات به ولري شامل دي.  د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو د پالنې د  قوریې جوړول بله طرحه وه چې په دې غونډه کې تایید شوه.

د یادونې وړ ده چې د پانګونې پورته ذکر شوې طرحې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په هراړخیز ډول څېړل شوې او د تاییدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې وې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د نندارتون پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان نړیوال ننداتون مرکز کې په هېواد کې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS