په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې تر جاده میوند او له جاده میوند تر پل یک پیسه‌ګي پورې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ او همدارنګه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د طلايي ښارګوټي شا ته د کابل ښاروالۍ پر ځمکه د استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته د تخنیکي او مالي ارزونو لپاره راجع شوې او سپارښتنه ورته وشوه، چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS