بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو ته د اینجې طبي بوټي د صادراتو او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په اړه بحث وشو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټه دې د یادې موضوع په اړه هراړخیزه څېړنه وکړي او خپل راپور دې له مشخصو وړاندیزونو سره یوځای اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اینجه د افغانستان د هغو طبي بوټو له ډلې ده چې په زیاته کچه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او ډېری هېوادوال په هېواد کې دننه د دغه بوټي په کښت او راټولولو بوخت دي.

همداراز، دې غونډې ته په هېواد کې د رنګه فلزاتو د وضعیت په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو، چې د تخنیکي کمېټې له لوري د تایید وړ وبلل شو. دغه راپور د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS