*د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه*

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۱
د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې د ارزونې راپور وړاندې شو. له ارزونې وروسته، طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د شاوخوا ۱۱۸ میلیون افغانیو په پانګونې سره شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې د اړتیا وړ اسانتیاوې به ولري.
په دې غونډه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو هم بحث وشو. دغه طرحې اړوندو وزارتونو ته راجع شوې، څو یې په اړه څېړنه ترسره او راپورونه یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS