د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د پښتني بانک اړوند پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته، د یادې طرحې د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره یې څېړنه ترسره او راپور یې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې همداراز د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د سوداګریز، ورزشي، تفریحي او سیاحتي مجتمع د جوړولو په طرحه هم بحث وشو. پریکړه وشوه چې وړاندې کوونکی شرکت دې طرحه د محلي ادارې له لوري له نهايي کېدو وروسته د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
