تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته ۳۴ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې.
له هراړخیز بحث وروسته د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې شوې او په نهو نورو پروژو کې لازم تعدیلونه منظور شول. پنځه پروژې دویم ځلې داوطلبۍ ته وړاندې او درې پروژې اعاده شوې. د یوې پروژې قرارداد په کارونو کې د ځنډ له امله فسخه او شرکت یې د محرومیت کمیټې ته معرفي شو.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د هرات د اسلام کلا د سرحدي ګمرک د پارکینګ د کانکریټ اچونې، د کابل ولایت بادام باغ تحقیقاتي باغ ته له قرغې بند څخه د اوبو د پایپ تېرولو، د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ له ابازک څخه تر سیاهبیني کلي پورې د ۱۱ کیلومتره اسفالټ سړک، د بدخشان واخان ولسوالۍ له بروغیل څخه تر بزای ګنبد پامیر خورد پورې د ۷۱ کیلومتره سړک د بیارغونې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اړتیا وړ ټکنالوژيکو وسایلو د چمتو کولو او تدارک، د کابل ښار په ختیځ کې د ترمینل جوړولو، د بامیان په کهمرد ولسوالۍ، د فاریاب په لولاش ولسوالۍ او د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو، د هلمند ولایت د بست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو، روغتیايي وسایلو، برېښنا اړوند وسایلو، کابل کې د غازي سټیډیوم څخه تر سیمنټ خانې پورې د سړک جوړولو، کمپنۍ ساحه کې د سړک جوړولو او له سپین کلي څخه تر وزیر کلا پورې د دویم لین سړک جوړولو پروژې شاملې دي.
منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلیږي.
