د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې له هرڅه وړاندې د نړۍ ټولو هغو خلکو او په ځانګړې توګه د افغانستان هغو کورنیو ته یوځل بیا د تسلیت او غم شریکۍ مراتب وړاندې کړل، چې د طبیعي پېښو له امله یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او مالي او اقتصادي زیانونه ورته رسیدلي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې تېر کال افغانستان د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو لکه زلزلو، موسمي سیلابونو او وچکالیو له امله له سخت ټولنیز او اقتصادي زیان سره مخ شو او د ملي زېربنا د تخریب ترڅنګ یې خلکو ته زیات ځاني او مالي تلفات اړولي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، افغانستان د شنو خونو د ګازونو په خپرولو او د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ونډه نه ده اخیستې، خو د نړۍ او په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د شنو ګازونو له خپرولو څخه په مسلسله توګه متضرر شوی. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل: «دا د نړیوال اقلیمي عدالت له اصولو سره هېڅ سمون نه خوري چې د ستونزې په رامنځته کولو کې ونډه ونه لرو، خو درنې او سختې پایلې یې وزغمو او د نورو له امله د رامنځته شوي تخریب بیه پرې کړو.»
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو ټولو اقلیمي بنسټونو وغوښتل، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه باید له هېڅ ډول سیاسي ملاحظاتو سره ونه تړل شي. محترم ملا صاحب وویل، اقلیمي بدلونونه ټولو ته ضرر رسوي او د نړیوال اقلیم ساتنه بې له کومې استثناء د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی او ټول هېوادونه ترې متاثره دي. بناً دغه ګډ مسوولیت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو د زیانونو د کمولو په موخه لازمه ده، چې افغانستان نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري او دا یې حق دی. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره د هوا پېژندنې د عصري وسایلو، له پېښو څخه د وړاندې خبرتیا د سیسټمونو، د ژغورنې د پرمختللو تجهیزاتو او د تخنیکي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې عملي همکاري وکړي.
محترم ملا صاحب وویل، چې اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو معیاري ودانیو جوړولو، د اوبو د مهار په برخه کې د معیاري استنادي دیوالونو او د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیاء په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او دې ته به په مسلسله توګه دوام ورکوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په پای کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي له عمومي ادارې، نړیوالو مرستندویه بنسټونو او افغان سوداګرو او پانګوالو مننه وکړه، چې د زیانمن شوو کورنیو لاسنیوی یې کړی او د سرپناه په جوړولو او د اړتیا وړ توکو په برابرولو کې یې ورسره همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS