له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

masih_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو پنځمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول.
 دغه لومړیتوبونه د ټول هېواد په کچه د استنادي دیوالونو جوړولو، له پېښو څخه وړاندې د خبرتیا د سیسټمونو رامنځته کولو، له ماینونو او چاودېدونکو توکو څخه د سیمو پاکولو، د پېښو او چاودېدونکو توکو په اړه هېوادوالو ته د عامه پوهاوي ورکولو، د پېښو پر مهال د لومړنیو مرستو رسولو او همدارنګه د پېښو د مدیریت او یوشمېر نورو برخو اړوند وو. دا لومړیتوبونه د افغانستان د اقلیمي او موسمي وضعیت پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم وبلل او څرګنده یې کړه، چې په دې سره به دوی وکولای شي خپلې راتلونکې همکارۍ د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم، د تر ګواښ لاندې افغانانو ژوند خوندي او د پېښو رامنځته کېدو پرمهال زیانمن شوو کسانو ته په وخت مرستې ورسول شي.
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به د هېواد لومړیتوبونه له منابعو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS