د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او پروسس په برخه کې د پانګونې طرحه د بحث له پاره وړاندې شوه. د طرحې له مخې، خصوصي سکتور به له فاسفیټو څخه کیمیاوي سره او له مسو څخه به د برېښنا مزي تولید کړي. له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې دا طرحه په هراړخیز ډول وڅیړي او راپور دې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
دغه راز، غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سپاهي ګمنام له څلور لارې تر میوند جادې پورې او له میوند جادې تر پُل یک پیسهګي پورې د کابل ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه هم د بحث له پاره وړاندې شوه. له بحث وروسته په دې اړه له مخکې ټاکل شوې کمیټې ته لارښوونه وشوه چې د دې طرحې د ټولنیزو او ترافیکي مطالعاتو راپور ژر تر ژره بشپړ او د پانګونې له بینالوزارتي کمېټې سره یې شریک کړي.
