ملا عبدالغني برادر اخوند د خصوصي سکتور او صنعتکارانو لخوا له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۲:۴
exibition

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 15مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خصوصي سکتور او صنعتکارانو لخوا له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د خصوصي سکتور او صنعتکارانو تولیدات وستایل او ویې وویل:  «د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د داخلي تولیداتو لپاره پر کور دننه سربېره، له هیواده بهر هم ښه بازارموندنه وکړي.»

 ملا عبدالغني برادر اخوند دوی ته د هر ډول ستونزو د حل ډاډ ورکړ او له افغانانو یې وغوښتل چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای خپل داخلي تولیدات وکاروي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د اړوندو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

BACK TO NEWS