د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په خپل کاري دفتر کې له ترکي هیئت سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۲:۸
Turkish Delegation

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 20مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د ترکيې هیواد د سوداګرو او پانګوالو له راغلي هیئت سره وکتل.

 ترکي پانګوالو وویل، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د لویو زیربنايي پروژو د بیا پيل، د کانونو په استخراج او نورو اساسي برخو کې پانګونهوکړي.

 محترم ملا صاحب د ترکي لوري د دغه هڅې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ. ملا صاحب وویل، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او نړیوال کولی شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS