ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل

نېټه: د 2022 کال د جنوري 18مه
د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل. ملا برادر اخوند وویل، لوړې زدهکړې د یو هیواد د پرمختګ لپاره اړینې دي او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه او ښځینهوو لپاره د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د ټولنې رئیس پوهاند دوکتور نجیبالله امرخېل وویل، افغانستان د سیمې په کچه د لوړو زدهکړو اوږد تاریخ لري، چې له بدهمرغه د بېلابېلو حکومتونو د نه پاملرنې له امله یې د پام وړ وده نه ده کړې. امرخېل زیاته کړه، د معاشونو کموالی، د دایمي هستوګنځي نشتون او د استادانو معنوي اړخ په پام کې نه نیول هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.
محترم ملاصاحب استادانو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو بهیر په نورمال ډول پيل شي.