اقتصادي کمېسيون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۴۵
ecnomic

نېټه: د 2022 کال د فبروري 8مه

د رياست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه. په ياده ناسته کې له ايران څخه افغانستان ته د ډيزل تېلو د واردو شوو ټانکرونو د کيفيت په اړه چې شمېر یې «۱۶۰۰» ته رسېږي او ډېرى يې پر معيارونو برابر نه دي، پرېکړه وشوه چې ياد تېل بايد لومړی فیلتر او وروسته بازار ته وړاندې شي.

 همدارنګه په دغه ناسته کې د څه باندې «۳» میلیونو ډالرو په ارزښت د «افغان تیلي کام» مخابراتي شرکت چې تر «۲۰» په زیاتو ولایتونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، د دوو قراردادونو د تمديد پرېکړه هم وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS