اقتصادي کمېسیون؛ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو او تضمیناتو لپاره یو مناسب حل پيدا کړي

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۲۱
Economic Commission

نېټه: د 2022 کال د اپریل 25مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت په مشرۍ؛ د ټولګټو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د افغانستان بانک، د اقتصادي کمېسیون او د قراردادي شرکتونو د استازو په ګډون یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د قراردادي شرکتونو د حوالو، تضمیناتو او پر پخوانۍ ادارې د دوی د پاتې طلباتو ستونزې ته یو مناسب حل پيدا کړي.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه د ښارجوړونې وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پیروزي پروژې اړوند صنعتي پارک کې «150» کوچنۍ او متوسطې فابریکې جوړېږي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د «A80» تېلو اړوند «2700» ټنه تېل چې د افغانستان خاورې ته راوړل شوي دي؛ قراردادي شرکتونه دې د في ټن تېلو پر سر «25» ډالره چې له دې مخکې یې د نفتو او ګازو دولتي شرکت ته ورکول، له دې پرېکړې وروسته دې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکړي.

د یادولو وړ ده چې دغه شرکتونه به د سټنډرډ ملي ادارې ته د في ټن تېلو پر سر «10» ډالره د یادې ادارې د لابراتواري وسایلو د ترمیم په موخه هم ورکوي.   

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS