ملا عبدالغني برادر اخوند؛ په پيروزي ښارګوټي کې د «۲۱۶» میلیونو ډالرو په ارزښت د صنعتي پارک جوړولو پرانیسته وکړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۲۷
Perozi

نېټه: د 2022 کال د اپریل 28مه

د رياستالوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د ښارجوړونې وزارت او د بيجينګ-ننګرهار ساختماني او توليدي شرکت تر منځ د پيروزي ښارګوټي په ختيځه برخه کې د صنعتي پارک سپارلو تړون لاسليک او د پرانيستې مراسم يې ترسره شول.

په دغه صنعتي پارک کې به چې «۲۱۶» ميليونه ډالره لګښت پرې راځي؛ «۱۵۰» کارخونې جوړېږي چې «۱۳۶۰۰» هيوادوالو ته به دايمي او  «۳۰۰۰۰» نورو کسانو ته به په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره کړي.

د يادولو وړ ده چې په پيروزي ښارګوټي کې پر ياد صنعتي پارک سربېره؛ ښوونيز مرکزونه، سوداګريز او د هستوګنې بلاکونه، شنې ساحې، مسجدونه او تفريحي پارکونه هم شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS