د اميرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور شپږم تلین ته د ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۱:۱۹
Mula Mansour

نېټه: د 2022 کال د مې 22

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور د شهادت شپږم تلین ته: «له شهید منصور سره زما اړیکه او ملګري له ډېره پخوا وه، دا اړیکه مو د جهاد پر مهال لا قوي شوه. د امیرالمؤمنین شهید منصور په وخت کې د افغانستان اسلامي امارت جهاد تر ټولو لوړې مرحلې ته ورسېد او مجاهدین سره لا یو موټی او صف قوي شو. د افغانستان اسلامي امارت اوسنی نظام د شهید منصور، استاد یاسر  او دې ته ورته قربانیو ثمره ده، موږ به یې په ټول توان د وینو قدرداني کوو. د امارت مشران په هېڅ وجه د ملا محمد عمر مجاهد، شهید منصور او نورو شهیدانو وینې نه هېروي او نه به خپل مجاهدین هېر کړي، د دغه نظام لپاره ډېر پاکې وینې تویې شوې دي. موږ ته دې خدای د خپلو یتیمانو او شهیدانو د وینو پاللو او د وطن د خدمت توفیق راکړي او موږ به تل په دې اړه هڅه کوو. د اسلامي امارت ټول مشران دې پر خپلو کشرانو مجاهدینو شفقت وکړي او کشران مجاهدین دې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي.»

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS