اقتصادي کمېسیون؛ له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو په موخه د تفاهم پرېکړه وکړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۵۱
کمیسیون اقتصادی

نېټه: 2022 کال، جون 6

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 21مه غونډه کې تر مفصل بحث وروسته، کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه وشوه، څو هغه شپږ مشارکتي پروژې چې ښاروالۍ یې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، ازادې داوطلبۍ ته وسپاري.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د آسانتياوو په موخه د تفاهم پرېکړه وکړه. د یادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې هم د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په متحده عربي اماراتو کې د یادې کمپنۍ له اجرائیه رئیس سره ناسته درلوده.

د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته اجازه ورکړل شوه څو د حیرتان پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ پروژې بشپړ مسؤلیت باید افغان لوری ولري او د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS