ملا عبدالغني برادر اخوند په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي او غم شریکي وکړه

fdpm_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۵:۴۰
69

نېټه: 2022، جون 28

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهار خوست او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په موخه لیدنه وکړه.

ملا برادر اخوند زیانمنو شویو ته تسلیت ووایه او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت ستاسې تر څنګ ولاړ دی او تر هغو به مو همکاري او لاس‌نیوی وکړي، څو مو چې وران شوي کورونه بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.

برادر اخوند وروسته له هغه چې یادو سیمو ته یې لسګونه ټنه غذایي مواد، ادویه، البسه او خیمې استولي وو، له ځان سره یې تازه 53 ميلیونه نغدې افغانۍ هم وړې دي، چې زیانمنو شویو هېوادوالو ته یې د کورونو د آبادولو او سرپناه جوړولو لپاره ورکړې.

پر یادو مرستو سربېره به نورې ميلیونونه افغانۍ نغدي مرسته هم د ملا صاحب له لوري راتلونکو څو ورځو کې ور واستول شي. دغه پیسې به  پېښو ته د رسېدو کمېسیون له لوري په شفاف ډول پر مستحقینو ووېشل شي.

د سیمې مخورو، قومي مشرانو، امامانو او متضررو هېوادوالو د زړه له تله له اسلامي امارت او په ځانګړي ډول له برادر اخوند څخه مننه وکړه، چې دوی یې په سخت حالت کې یاد کړل او د غمرازۍ په موخه یې دغه سیمې ته سفر وکړ. د سیمې خلکو اسلامي امارت د ځان او ولس نظام وباله او ویې ویل چې د غم په دې حالت کې ځانونه تنها نه احساسوي.

د ریاست‌الوزراءه اقتصادي مرستیال هم اسلامي امارت د ولس نظام وباله او ویې ویل چې دا نظام ستاسې د قربانیو او سرښندنو په نتیجه کې راغلی دی، چې تل به مو تر څنګ ولاړ وي. ملا صاحب د ټولو هغو افغانانو، سوداګرو، نړیوالو هېوادونو او ټولنو له مرستو هم مننه وکړه، چې له زلزلې ځپلو افغانانو سره یې وکړې او کوي یې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS