د کابل ښار سوالګرو ستونزې حل کېږي
نېټه: 2022، اګسټ 8مه
د امیرالمؤمنین شیخ هِبةالله اخوندزاده د حکم پر اساس به د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل ژر کار پیل کړي.
هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، هغوی به بایومیټریک کیږي او په اړونده برخه کې چې دوی کولی شي د کار زمینه به ورته برابره شي. د دغه ډلې سوالګرو له سرپرستانو تعهد اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.
سوالګرو ماشومانو ته به د تعلیم زمینه برابره شي او هغه سوالګر چې واقعاً غریب دي او کوم کار نشي کولی، هغوی ته به د معاش زمینه برابرېږي.