د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې مهاله 8444 سوالګر راټول کړي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۵:۸
۱۰۱

نېټه: 2022، سپټمبر 25مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د میزان میاشتې تر 2مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 8444 سوالګر راټول شوي دي.

د راټولو شوو سوالګرو له جملې 5779 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1750 مستحقې او 4029 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 718 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 236 مستحق ګڼل شوي او 482 بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 8444 سوالګرو کې بیا 1947 ماشومان دي چې له ډلې یې 1079 مستحق، 827 حرفوي او 41 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.

بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره بیا د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS