الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزو د صادراتو د بیا پيل پرانیسته وکړه

fdpm_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۰:۵۴
105

نېټه: 2022، اکټوبر 10مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، چین ته د هوايي دهلېز له لارې د جلغوزو د صادراتو د بیا پيل پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته وویل: «هوايي دهلېزونه د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسولو کې خورا حیاتي ارزښت لري، نو د افغانستان او چین تر منځ دا هوايي دهلېز به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې لا مستحکمې او زموږ د جلغوزو تولید او پروسس به پياوړی کړي.»

الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، نن به د افغانستان د جلغوزو د صادروونکو سوداګرو او کام‌ایر هوايي شرکت د هوکړې له مخې، 20 ټنه جلغوزي د کابل له هوايي ډګره د متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه د چین د شانګهای هوايي ډګر ته واستول شي او دا لړۍ به دوام ولري.

محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان هوايي دهلېزونو ته وسعت ورکړي، څو وکولای شو د چین ترڅنګ ترکیې، اروپا، هند او عربي هېوادونو ته هم وچه میوه، زعفران او نور افغاني محصولات د افغانستان په نښان او نامه صادر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

*د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه*

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS