د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۷:۴۶
WhatsApp Image 2023-01-14 at 9.23.11 AM

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند بلخ ولایت ته سفر وکړ.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله، په بلخ ولایت کې د سرپل، سمنګان او بلخ له والي صاحبانو، د جوزجان مرستیال والي، په یادو ولایتونو کې د کانونو له رئیسانو او د ۲۰۹الفتح قول اردو له مسئول سره ولیدل او د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مجلس ګډونوالو ته وویل چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده، د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې پوره هڅه وکړئ. همداراز یې امنیتي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هېڅوک پرېنږدي چې د هېواد اقتصادي ودې او ځان بسیاینې په برخه کې کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS