د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۴:۴۸
Fqt9QfRWAAAt49p

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ. د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي صاحب، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم محمد ابراهیم صدر ، د روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحق، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد آغا، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د بلخ والي مولوي محمد داود مزمل، د سمنګان والي حاجي فضلي صاحب، د بلخ د قول اردو مسئول مولوي مطیع صاحب او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال وویل: زموږ د نني سفر موخه د قوش‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت له امله د پلان سره سم پر مخ روان دي. محترم ملا صاحب د قوش تېپې کانال څخه د لیدنې پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی او زموږ د نني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه تر څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې تکمیلېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو. په پای کې محترم ملا صاحب د یادې پروژې د مسؤلینو له ترسره شوو هڅو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS