د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۱۰
۱۲۳۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې له محترم ملا صاحب سره د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال محترم مجیب الرحمن عمر، د ملي پراختیا شرکت رئیس محترم عبدالرحمن عطاش او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي ملګري وو او د نیمروز له والي سره تر لیدنې وروسته یې له کمال خان بند څخه هم لیدنه وکړه. د نیمروز ولایت له والي سره د دې ولایت د خلکو د اوبو د ستونزو د حل او کرنیزو ځمکو ته د پر وخت اوبو رسولو د بحث تر څنګ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوي د کمال خان بند د توربینونو د نصبولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د اوبو د ذخېرې د ظرفیت د زیاتوالي، د اړونده کانالونو د پاک کارۍ او په ټوله کي د چارو د ښه مدیریت په اړه اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښووني وکړې. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند کمال خان بند ملي او حياتي پروژه وبلله او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه. په پای کې محترم ملا صاحب  د بند د پارچاوې او د اوبو کنټرول په اړه د تخنیکي انجنیرانو نظرونه واورېدل او په اړه یې د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS