په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان صادرات، ستونزې او پر وړاندې یې د حکومت کړنې

لیکوال: فضل ولي شیراني

مقدمه

افغانستان د خپل جیوپولټیک موقعیت له امله په سیمه کې یو مهم هېواد دی او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري. دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو مهم مسیر پاتې شوی دی او په دې برخه کې په دودیزه توګه د توکو د لېږد رالېږد اړوند اوږده مخینه لري. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد او امریکا د یرغلونو له امله په تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو کې د دې هېواد د نورو برخو په شان د سوداګرۍ برخه هم زیانمنه شوه، د افغانستان غوره صادراتي توکي، لکه غالۍ، ټغر، وچه مېوه، تازه مېوه ... له صادرېدو پاتې شول، چې له امله یې د دې هېواد اقتصادي وده هم په ټپه ودرېده. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه (۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵مه ) په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې پیل شوې، د دې هڅو په لړ کې سوداګري یوه مهمه برخه ده، چې د اسلامي امارت له لوري ځانګړې پاملرنه ورته کېږي او په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. په دې موده کې د افغانستان صادرات زیات شول، له صادراتو او وارداتو څخه د راټولېدونکو عوایدو په بهیر کې روڼتیا رامنځته، سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې له امله یې د افغانستان د کمزورې سوداګرۍ د پرمختګ بهیر ګړندی شوی دی. د پرمختګ همدا بهیر، په اقتصادي وده کې د صادراتو ارزښت، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د افغانستان د صادراتو وضعیت او د هېواد پر اقتصادي وضعیت یې اغیزې هغه موضوعات دي، چې په دې لیکنه کې بحث ورباندې شوی دی.

صادرات او د هغو اقتصادي ارزښت

د هېوادونو د اقتصاد اړوند سکټورونو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول او له دې برخو کلک ملاتړ د صادراتو د زیاتوالي لامل ګرځي. صادرات د کورني صنعت او کاروبار د ګټې کچه لوړوي، د بازار نوسانات کموي، ځکه صادرونکی هېواد د نوساناتو په راکمېدو سره کولای شي بېلابېلو بازارونو ته لاسرسی ولري او د یو ځانګړي بازار د ټکني کېدو په صورت کې نورو بازارونو ته مخه وکړي. همدارنګه د صادراتو د پراختیا په صورت کې کورني تولیدونکي د تولید د ډېرولو له لارې د خپلو تولیدي توکو لګښتونه راکموي او په دې کار سره په نړیوال بازار کې زیاته ګټه ترلاسه کوي. صادرات د تقاضا یوه برخه ده، ځکه خو د صادراتو په زیاتوالي سره په ټوله کې تقاضا هم زیاتېږي او په پایله کې یې اقتصادي پرمختګ ته لار هوارېږي. د دې تر څنګ د صادراتو ډېروالی د یو هېواد د سوداګرۍ بېلانس برابر ساتي. د صادراتو اهمیت ته په پام سره یو هېواد باید د خپل اقتصادي پرمختګ په خاطر خپل صادرات زیات کړي. اسلامي امارت د صادراتو اهمیت ته په پاملرنې سره په دې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي دي او پر دې توانېدلی دی، چې د تېرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه کړي. افغانستان د خپلو یو شمېر صادراتي اقلامو له مخې په نړۍ کې شهرت لري، چې ښه بېلګه یې غالۍ دي. افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ګاونډیو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره سوداګري درلوده او پر مټ یې د هېواد صادراتي توکي صادرول. وچه مېوه لا هم د افغانستان مهم صادراتي توکي جوړوي. ددې ترڅنګ افغاني غالۍ، ټغر او یو شمېر نور افغاني تولیدات د افغانستان د مهمو صادراتي توکو په کتار کې راځي چې دمګړۍ د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ په چین، هندوستان، عربستان، تاجکستان، قزاقستان او ان په نړیوالو بازارونو کې ښه مارکېټ لري. صادرات چې د سوداګرۍ برخه ده د ګټې ترلاسه کولو په موخه تر سره کېږي او له مخې یې د توکو او خدمتونو وړاندې کوونکي ګټه تر لاسه کوي. که د کورنۍ سوداګرۍ پر ځای نړیوالې سوداګرۍ ته پام واړوو؛ نو ټول هېوادونه هڅه کوي چې د اقتصادي ځان بسیاینې ترڅنګ خپل توکي او خدمتونه نورې نړۍ ته هم ولېږدوي او د کورني مارکېټ تر څنګ د نورو هېوادونو مارکېټونه هم خپل کړي. په ټوله کې صادرات د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې غوښنه ونډه لري او په اقتصادي پرمختګ، د روزګار په کچه او د سوداګرۍ پر بېلانس مثبت اغېز لري. د دې له پاره چې یو هېواد د اقتصادي پرمختګ پړاو ته ننوځي، باید د سوداګرۍ په بېلانس کې یې صادرات له وارداتو زیات وي، ځکه ډېر صادرات د ډېرو بهرنیو اسعارو د ترلاسه کولو لامل ګرځي او د بهرنیو اسعارو زېرمې په نړیوالو بازارونو کې د یوه هېواد د پېر ځواک غښتلی کوي.

اسلامي امارت او د هېواد صادرات

په ۱۴۰۰ل کال د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته سره له دې چې امریکا د افغانستان بانک شتمني کنګل کړه او د نړۍ له لوري ځیني بندیزونه هم پرې ولګېدل، چې دغې چارې د افغانستان بانکي سیستم ټکنی او سوداګري یې زیانمنه کړه؛ خو بیا هم د افغانستان اسلامي امارت مسؤولینو سوداګرۍ ته، چې د هېواد د اقتصادي څرخ اصلي محرکه بلل کېږي، پوره پاملرنه وکړه. موخه یې دا وه چې د سوداګرۍ په پراختیا سره کولای شي د صادراتو کچه لوړه کړي او پر مټ یې لوېدلی اقتصاد ورغوي. په تېرو ۳ کلونو کې د افغانستان د صادراتو پرتلیزې شمېرې ښيي چې اسلامي امارت په خپل بهرني سوداګریز سیاست کې بریالی شوی، سیمه‌ییز باور یې پیاوړی کړی، خپلواکې او عادلانه سوداګریزې اړیکې یې جوړې کړې دي. دې هر څه ته په کتو سره داسې ښکاري چې د سوداګرۍ په برخه کې د شته تګلارې له مخې به د صادراتو ګراف په راتلونکو کلونو کې نور هم لوړ شي. په ۱۳۹۹لمریز کال کې افغانستان د ۷۷۷مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل. هندوستان، پاکستان، ایران، ازبیکستان، قزاقستان، متحده عربي امارات، ترکیه، سعودي عربستان، ایران، جرمني، ایټالیا، روسیه او تاجکستان هغه هېوادونه وو، چې په همدې کال کې افغاني توکي ورته صادر شوي دي. په صادرو شویو توکو کې هنجه، د هنجنې تخم، وچه او تازه میوه، زیره، کنجد، د سبزیو تخم، رومي بادنجان، غالۍ، ټغر، مرمرو ډبرې او د کاشي لوښي شامل وو.  خو په ۱۴۰۰لمریز کال کې د صادراتو کچه یو څه لوړه شوې ده او د صادراتو مجموعي اندازه ۸۵۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلې ده. ددې کال په نیمايي کې اسلامي امارت د هېواد واګې په لاس کې واخیستې او د نړۍ له بندیزونو سره سره پر دې وتوانېد، چې د دې کال تر پایه د صادراتو کچه لوړه کړي. هنجه، د هنجې تخم، وچه او تازه میوه، د ډبرو سکاره، پنبه، زیره، پیاز، رومي بادنجان، زعفران او غالۍ هغه توکي وو چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړي دي. په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ټولو صادراتو له جملې څخه د ۸۰۱ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي هندوستان، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو، ازبیکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، ترکمنستان، سعودي عربستان او د پاتې ۴۹ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات د نړۍ نورو هېوادونو شوي دي.  د ۱۴۰۱لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د کب میاشتې تر پایه د افغانستان د صادراتو کچه شاوخوا دوه میلیارد ډالرو ته رسېدلې. په دې کال کې له افغانستان څخه د صادرو شویو توکو ۹۷سلنه پاکستان، هندوستان، ازبیکستان، تاجکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، چین، ترکیې، قزاقستان، او ترکمنستان او پاتې ۳ سلنه توکي د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. هغه توکي چې د ټولو صادراتو ۶۳ سلنه جوړوي، هغه د ډبرو سکاره، هنجه، پنبه، انګور، انار، رومي بانجان، ممیز، وچ انځیر، جلغوزي، زردالو او پاتې ۳۷ سلنه نور بېلابېل صادراتي توکي دي. په ټوله کې که پورتنیو شمېرو ته وګورو، نو د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره د هېواد په صادراتو کې د پاموړ زیاتوالی راغلی دی. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د صادراتو کچه د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په پرتله دوه برابره شوې ده. که چېرې د نړۍ له لوري لګول شوي بندیزونه او د افغانانو کنګل شوې پانګه ازاده شي، نو دا کچه به له دې هم لوړه شي. د صادراتو په لوړېدو سره به د افغانستان اقتصاد پیاوړی او د اقتصاد په پیاوړتیا سره د افغانستان پرمختګ او ددې ځوریدلي ملت د ژوند کچې د ښه کېدو خبره حتمي ده. بله دا چې که د صادراتو بهیر همداسې روان وي، نو لرې نه ده چې افغانستان به په څو راتلونکو کلونو کې له یوه وارداتي هېواد څخه په بشپړ ډول پر صادراتي هېواد بدل شي او محصولات او تولیدات به یې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای پیدا کړي.

ستونزې او حل‌لارې

افغانستان د نړۍ برخه ده، هرومرو به د نړۍ سره راکړه ورکړه لري. دا باید په یاد ولرو په نړۍ کې هغه هېوادونه چې اقتصاد یې پیاوړی وي، د هغو هم یوه نه یوه ورځ داسې هېواد ته اړتیا پیدا کېږي چې اقتصاد یې ډېر کمزوری وي؛ ځکه اقتصاد د همدې راکړې ورکړې بل نوم دی. غښتلي پکې هغه وي چې واکمنان یې بېداره او ملت ته وفادار وي. مونږ باید له نورو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکي پراخې کړو. اسلامي امارت سره له دې چې د خپلو صادراتو کچه یې له اټکل څخه زیاته لوړه کړې ده، خو لا هم ځینې ستونزه شته چې زموږ پرمختګ ننګوي. له هغې جملې د نړیوالو له لوري لګول شوي بندیزونه، د امریکا له لوري د افغانانو د شتمنۍ کنګل کول. دغه راز د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو موضوع هم له پامه نه شو غورځولی. که دا ستونزې هوارې شي، نو بیا به د افغانستان سوداګري د اوس په پرتله ډېره پراختیا ومومي او له امله به یې صادرات نور هم لوړ شي. د یادو ستونزو د حل له پاره اسلامي امارت په بیا بیا له نړیوالو غوښتي چې اسلامي امارت ټول هغه شرایط چې د رسمیت پیژندلو له پاره اړین دي پوره کړي دي. دغه راز یې په ټولو نړیوالو فورمونو کې له نړۍ سره د متقابل تعامل غږ پورته کړی دی، خو نړۍ یوازې د خپلو غوښتنو د منلو په صورت کې رسمیت پېژندلو ته لېوالتیا ښودلې ده. د نړۍ غوښتنې زیاتره نه له اسلام سره اړخ لګوي او نه هم افغاني دود او دستور هغه ایجابوي. بله دا چې د دوی په غوښتنو کې زیاتره د لاسوهنې او د افغانستان د خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راوستل هم نغښتي دي چې دا نه افغانانو ته او نه یې حکومت ته د منلو وړ ده. د شتمنیو د کنګل کېدو په برخه کې اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کړې ده. دغه راز ځینو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو هم پر امریکا غږ کړی او ترې غوښتي یې دي چې د افغانانو شتمني دې ورته وسپاري. خو لا هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه شوی. دې چارې د افغانستان بانکي سیستم یو څه له ستونزو سره مخ کړی او پر سوداګرۍ یې هم ناوړه اغېزه کړې ده؛ خو اوسمهال اسلامي امارت د بانکي سیستم د رغونې له پاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي او په دې برخه کې یې تر ډېره حده ستونزې حل کړې دي. اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غواړي او د لا پراختیا لپاره یې هڅې کوي.

پایله

د یوې ټولنې اقتصادي او ټولنیز تحول د ټولنې په اقتصادي اړیکو پورې اړه لري. د نړۍ زیاتره هېوادونه د تولیدي عواملو له پلوه یو له بل سره تړلي دي. د هېوادونو ترمنځ اقتصادي تړاو کله ناکله دومره غښتلی وي چې ان زیاتره وخت د سرحدي ستونزو او نورو اختلافونو رامنځته کېدل هم نه شي کولای، د سوداګریزو اړیکو د لارې خنډ شي. دا چې د ټولنو اقتصادي پراختیا د هېوادونو ترمنځ اړیکو په ټینګښت پورې اړه لري، په دې برخه کې چې کوم څه زیات رول لري، هغه سوداګري ده، ځکه د سوداگرۍ په پراختیا سره له یوه لوري د هېوادونو اړیکي پراخېږي او له بل لوري د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راځي. اسلامي امارت سره له دې چې له نړیوالو بندیزونو سره مخ دی، خو بیا یې هم د خپلو صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره لوړه کړې ده. په ټوله کې کله چې حکومتونه ځان مسؤول وبولي او هېوادنۍ مینه یې په زړه کې وي او غواړي خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړي او خپل ملک د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي، نو هغه بیا شپه او ورځ نه ګوري، تل کار کوي او هڅه یې دا وي چې خپل مسؤولیتونه لکه څنګه چې لازمه ده هغسې ترسره کړي. اسلامي امارت د یوه مسؤول حکومت په توګه هڅه داده چې د هېواد اقتصاد ورغوي، پر خپلو پښو یې ودروي او افغانستان د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سیال کړي، چې ددې هڅو یوه بېلګه یې همدا د صادراتو د کچې لوړېدل دي چې کولای شي د هېواد اقتصاد په پښو ودروي. تر کومه ځایه چې تر سترګو کېږي اسلامي امارت ټولو هغو بنسټیزو کارونو ته مخه کړې ده چې کولای شي، افغانستان د نورو له احتیاجه خلاص، د یو خپلواک هېواد تر څنګ یې د درېیمې نړۍ د هېوادونو له نوملړ څخه راوباسي او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې یې ودروي.