اقتصادي کمېسیون؛ افغانستان برښنا شرکت دې «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره کړي

نېټه: د 2022 کال د مې 16مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون له مالیې وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ څخه یوې ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله، څو د ښارجوړونې وزارت له تشکیل څخه د کرنې وزارت تشکیل ته د اراضي ریاست د انتقال پروسه بشپړه کړي.

د یادولو وړ ده چې د اراضي ریاست د امیرالمؤمنین شیخ هِبة‌الله اخوندزاده د ځانګړي حکم پر اساس له ښارجوړونې وزارت بېل او د کرنې وزارت تشکیل ته ور زیات کړل شوی دی.

دغه کمېسیون همدارنګه «د افغانستان برښنا شرکت» ته دنده وسپارله، څو د وردګو ولایت «د چک برښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. د یاد بند پر جوړولو او د توربینونو پر نصبولو یې شاوخوا «۵۰۰» میلیونه افغانۍ لګښت شوی؛ خو د وروستیو جګړو او ناامنیو له کبله یې کارونه بشپړ نشول. د چک برښنا بند درې توربینه لري چې په بیا فعالېدو سره به د «۳.۹» میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت ولري.

 اقتصادي کمېسیون همدارنګه خپله هغه پرېکړه د تطبیق وړ وبلله، چې له مخې به یې د رنګه فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې «رنګه داغمه فلزات» له سوداګرو د بازار ورځني قېمت ته په کتو له هغوی اخلي او په هېڅ وجه به دغه خام مواد بهر ته نه انتقالېږي.

د رنګه فلزاتو سوداګرو د اقتصادي کمېسیون له یادې پرېکړې مخکې دغه فلزات بهر ته قاچاق کول. د افغانستان د صنعت او معدن خونې مسؤلین وايي، له نېکه‌مرغه اوس په افغانستان کې د یادو فلزاتو ویلې کوونکې فابریکې فعالیت کوي او په ښه ډول او ټیټ قېمت له یادو فلزاتو جوړېدونکي وسایل بازار ته وړاندې کولی شي.

 اقتصادي کمېسیون د اقتصاد وزارت په مشرۍ؛ مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارله څو په صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو د ځمکو د ستونزو د حل په اړه هم عملي اقدام وکړي.