اقتصادي کمېسیون؛ له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو په موخه د تفاهم پرېکړه وکړه

نېټه: 2022، جون 6

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په 21مه غونډه کې تر مفصل بحث وروسته، کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه وشوه، څو هغه شپږ مشارکتي پروژې چې ښاروالۍ یې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، ازادې داوطلبۍ ته وسپاري.

کابل ښاروالي وايي، یادې پروژې د 28,25,20 کلونو لپاره د هستوګنې او سوداګریزو مرکزونو په موخه ورکوي، چې دوی ته ترې،45,40,42 سلنه عواید برابرېږي او د ټاکلي وخت تر پوره کېدو وروسته به یادې پروژې د ښاروالۍ ملکیت ګرځي.

د حمید سوداګریز مرکز، د جمهوریت هستوګنیز او سوداګریز مرکز، د افغانستان د وچې مېوې نندارتون او نمونې اېښودلو مرکز، د درېیمو مکروریانو پلازا او د حبیب بلال سوداګریز مرکز هغه پروژې دي چې کابل ښاروالي به یې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

اقتصادي کمېسیون همدارنګه له DP World کمپنۍ سره د افغانستان د بندرونو د عصري کولو او د افغانستان د صادراتو لپاره د آسانتياوو په موخه د تفاهم پرېکړه وکړه. یاده کمپنۍ د نړۍ د ډېری هېوادونو په بندرونو کې فعالیت کوي او له 15 كلونو زياته تجربه لري.

د یادې کمپنۍ مسؤلین وايي، که له افغان لوري سره موافقې ته ورسېږي، لومړی به د افغانستان په درېیو او وروسته په اوو بندرونو کې د وچې مېوې صادرات او له هغه لوري د نورو توکو واردات پيل کړي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د افغانستان رېل پټلۍ ادارې ته اجازه ورکړل شوه څو د حیرتان رېل پټلۍ د خدماتو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړي. د رېل پټلۍ اداره وايي چې د حیرتان رېل پټلۍ بشپړ مسؤلیت باید افغان لوری ولري او د خدماتو وړاندې کولو لپاره به له بل شرکت سره قرارداد کېږي.

د حیرتان ریل پټلۍ پروژه په 2011م کال کې د 154 میلیونو ډالرو په ارزښت د آسیايي بانک په بلاعوضه مرسته جوړه شوې ده، چې 75 کیلومتره اصلي کرښې، 31 کیلومتره فرعي کرښې او ټولټال 106 کیلومتره اوږدوالی او 5 سټېشنونه لري.