د اقتصادي معاونیت اداري غونډه ترسره شوه

نېټه: د 2022 کال د مې 30مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت اداري ناسته د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مولوي ذبیح الله په مشرۍ ترسره شوه.

ناسته د قرآن عظیم‌شان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او لومړی د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي ریاست مرستیال مولوي ذبیح الله؛ د اداري مجلس د تنظیم، د رئیسانو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو او په بېلابېلو برخو کې د لاسته راوړنو، فرصتونو، خنډونو او د هغو پر حللارو باندې په تفصیل سره خبرې وکړې.

همدارنګه په دې ناسته کې د بېلابېلو ریاستونو د خدماتو او چارو د لا ښه‌والي، همغږۍ او اصلاحاتو په موخه د اجنډا مطابق په اړوندو مسائیلو د بحث او خبرو پر مهال لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې او په راتلونکي کې هم د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار وشو.