د رياست‌الوزراء لومړي مرستيال د ازبیکستان د ولسمشر له اقتصادي مرستيال سره وکتل

نېټه: د 2022 کال د فبروري 22مه

د رياستالوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د ولسمشر له اقتصادي مرستيال سردار عمر زاکوف سره په چهارچنار مانۍ کې وکتل او په افغانستان کې یې د لويو اقتصادي پروژو پر پيل، د ريل پټلۍ پر جوړولو، د برښنا پر توليد، سوداګرۍ او ترانزيټ ورسره خبرې وکړې.

محترم ملاصاحب وويل، په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره شرايط برابر شوي او ازبیکستان کولى شي د مزارشريف-پېښور- کابل ريل پټلۍ او د پلخمري د (۵۰۰) کيلوواټه برښنا د ترميم او دې ته ورته نورو مهمو او اساسي برخو کې پانګونه وکړي. د محترم ملا برادر اخوند په خبره، که د سیمې هیوادونه غواړي چې افغانستان پر ځان بسیا او یو پیاوړی اقتصاد ولري، نو د بشري مرستو پر ځای د په افغانستان کې په اساسي برخو کې پانګونه وکړي. ښاغلی برادر زیاتوي چې له دې سره به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به افغانستان د سیمې او نړۍ د هیوادونو لپاره د اتصال پر کړۍ بدل شي.

د ازبیکستان د ولسمشر لومړي او په بهرنۍ سوداګرۍ کې ځانګړي استازي ښاغلي عمر زاکوف وويل، ازبیکستان او افغانستان ډېر تاریخي او کلتوري مشترکات لري او دوی د دغو اړیکو پراختیا او د داړو هیوادونو تر منځ ښه اقتصادي تعامل غواړي. نوموړی زیاتوي، دوى چمتو دي چې راتلونکې مارچ مياشت کې د مزارشريف- پېښور- کابل ريل پټلۍ لومړنۍ سروې ترسره او په نږدې وخت کې د پلخمري د (۵۰۰) کيلوواټه برښنا د توليد چارې هم پيل کړي.

عمر زاکوف د خپلو خبرو پر مهال وویل، دوی په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته پر ځینو مهمو پروژو سربېره د مزارشریف د هوايي ډګر د بیارغونې چارې پيل کړې، چې ۹۵ سلنه یې کارونه بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به بېرته د پروارونو پر مخ پرانیزي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د ازبیکستان د ترانسپورټ وزیر زیاته کړه، چې دوی د افغانستان د اسلامي امارت د هوايي چلند او ترانسپورټ له وزارت سره په ګډه د هوايي حریم د کنټرول او هوايي ډګرونو د تنظیم په برخه کې د افغان کدرونو د روزلو لپاره هم ګډه کار کوي. نوموړي وویل چې دوی به په دغه برخه کې ۸۳ افغانانو ته په خپل هیواد کې زده کړې ورکوي، چې لومړۍ ډله به یې راتلونکې شنبې دغه هیواد ته لاړه شي.

 محترم ملاصاحب د ازبیکستان له لوري د هوايي چلند او هوايي ډګرونو د کنټرول او تنظیم په موخه ازبیکستان کې د ۸۳ افغانانو له مسلکي روزنې ستاینه وکړه او په مسلکي او تخصص برخو کې یې د نورو افغان کدرونو پر روزلو هم ټینګار وکړ.