د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د  «Plant for Peace» موسسې له رئیس سره وکتل

نېټه: 2022، جون 23مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د «Plant for Peace» موسسې له بنسټګر او رئیس سره وکتل. په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د کرنې، کانونو او شاړو ځمکو د ابادولو په برخه کې پر پانګونه خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل موږ غواړو په افغانستان کې داسې پانګونه وشي چې هېواد مو پر ځان بسیا شي او نورو هېوادونو ته اړ نه وي.

د «Plant for Peace» موسسې بنسټګر ښاغلي James Brett وویل زموږ پانګونه په اوږدمهال کې د افغانستان بحران حل کولی شي او زموږ موخه د میلیونونو افغانانو د اقتصادي ستونزو حلول دي. نو د دغه هدف لپاره د افغانستان اسلامي امارت توافق اړین دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ښاغلي James Brett ته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.