د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال له ترکي هیئت سره وکتل

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر 20مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دوشنبې په ورځ د روان کال د قوس میاشتې په ۲۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکيې هیواد د تجارانو او پانګوالو له راغلي هیئت سره وکتل. ترکي پانګوالو وویل، ترکیه خوشاله ده چې په افغانستان کې د یو لوی تحول تر رامنځته کېدو وروسته ویني چې سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالات د اګست د ۱۵مې نېټې په پرتله اوسمهال ډېر ښه شوي او دوی د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو سره په یوه امن فضاء کې ګوري.

د دغه هیئت مشر عبدالله شورش چې د اوبو د تنظیم او مدیریت او همدارنګه د برښنا په برخه کې تخصص لري، وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ډېر ښه ډول له امریکايي لوري سره مذاکرات پای ته ورسول او اوس اړتیا ده چې د یو ښه اقتصاد او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هم کوټلي ګامونه واخلي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، ترکي سوداګر او پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د لویو زیربنايي پروژو د بیا پيل، د کانونو په استخراج، د لویو بندونو په جوړولو او نورو اساسي برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي وویل، ترکیه او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې دوه دوست هیوادونه پاتې شوي او په خپلو کې یې ښې اړیکې درلودلې دي. دوی د دغو اړیکو شالید ته په کتو غواړي چې د افغانستان د اقتصادي ودې د پرمختیا او دلته د بېکارۍ او وزګارۍ کچې د کمېدو په موخه د افغانستان د اسلامي امارت په همکارۍ لویې اقتصادي پروژې پيل کړي.

 د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د ترکي لوري د دغه هڅې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، په افغانستان کې اوسمهال د تېر په پرتله د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر شوي او نړیوال کولی شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. ښاغلي برادر وویل، امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې دلته هېڅ اساسي کارونه نه دي کړي، هغوی چې له افغانستانه خپل وروستي سرتېري ایستل، په هغه وخت کې یې د کابل نړیوال هوايي ډګر ډېری وسایل خراب کړل، چې دا کار له افغانستان سره د دوی د اقتصادي همکارۍ تېر ۲۰کلن مزل تر پوښتنې لاندې راولي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، امریکا هڅه کوي چې اوس په افغانستان کې تر نظامي ماتې خوړلو وروسته د افغانستان پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي. هغه د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، دوی د امریکا په ګډون له هېچا سره د بدو اړیکو غوښتونکي نه دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې د سیمې هیوادونو په ګډون له ټولو نړیوالو سره ښې اړیکې ولري. هغه وویل، اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري سوله او امنیت ټینګ شوي او نړیوال کولی شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال وویل، یو بې ثباته او کمزوری افغانستان د سیمې هیوادونو په ګډون د هېچا په ګټه نه دی، نړیوال د دې افغانستان د بې ثباته کولو پر ځای دلته پانګونه وکړي چې ګټه یې ټولې نړۍ ته ورسېږي.

د دواړو لورو ترمنځ د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار وشو او تخصصي ټیمونو ته دنده ورکړل شوه چې په دې اړه په ټولو مهمو لارو کار پيل کړي.