د ملا عبدالغني برادر اخوند په امر د برښنا شرکت له لوري صنعتکارانو ته د هغوی له اړتیا سره سمه برښنا ور زیاته کړل شوه

نېټه: د 2022 کال د فبروري 12مه

د رياستالوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون لخوا د افغانستان برښنا شرکت ته امر وشو، چې صنعتکارانو ته دې د هغوی له اړتیا سره سمه برښنا ور زیاته کړل شي.

د صنعتکارانو ټولنه شکايت کوي چې دوى د خپلې اړتيا وړ برښنا نه لري او دې چارې يې پر کار او توليداتو بد اغېز کړى دى. له دې مخکې د برښنا شرکت له لوري صنعتکارانو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۸ ساعته برښنا ورکول کېده چې د صنعتکارانو په خبره په دې سره د هغوی ستونزه نه حل کېده. خو نن د شنبې ورځ د روان ۱۴۴۳ قمري کال د رجب میاشتې په ۱۱مه نېته د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال په امر برښنا شرکت یادو صنعتکارانو ته په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساغته نوره برښنا هم ور اضافه کړه، چې په دې سره صنعتکاران ۱۰ ساعته برښنا لرلی شي

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ۸۰ سلنه برښنا له نورو هیوادونو واردوي او ۲۰ سلنه خپله تولیدي برښنا لري. په دې وروستیو کې د ازبکستان له لوري پر افغانستان د برښنا یو مزی هم قطعه شوی چې برښنا شرکت یې لامل د ازبکستان د پورونو نه ورکړه یادوي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وايي، دوی نږدې ۵۳ میلیونه ډالر د ازبکستان پورړوړي دي چې له دې جملې یې په دې نږدې وخت کې ورته ۲۵ میلیونه ډالر رسولي هم دي. نوموړی وايي، که په دې برخه کې له دوی سره هیوادوال او هغه دولتي ادارې او وزارتونه چې له ډېر وخت پرې د برښنا بېلونه پاتې دي، د هغوی په تسلیمولو کې مرسته ونه کړي، دا ستونزه به حل نشي.

مولوي منصور زیاتوي چې د تېرې ادارې پر مهال ډریو زورواکانو خپلو هستوګنځیو او تجارتي اپارتمانونو ته مفته برښنا انتقال کړې وه، چې دوی اوس د دې چارې مخه نیولې ده. هغه وايي، دا چې افغانستان خپله تولیدي برښنا ډېره نه لري او ټوله تکیه یې پر وارداتي برښنا ده، نو هیوداول باید د برښنا په مصرف کې ډېر احتیاط وکړي.

ښاغلي برادر ژمنه وکړه، چې نوموړی به له ازبکستان هیواد سره د برښنا د دویم مزي چې اوسمهال یې برښنا پر کابل قطعه شوې، خبرې وکړي او تمه یې وښوده چې انشاالله دغه ستونزه به هم په نږدې راتلونکي کې حل شي. برادر اخوند همدا راز د افغانستان برښنا شرکت او اړوندو وزارتونو ته د هغو زورواکانو د جایدادونو د ضبط او د اړتیا پر مهال یې د لیلام او خرڅلاو سپارښتنه هم وکړه، چې مالکانو یې له میاشتو او کلونو راهیسې د برښنا شرکت په لکونو او میلیونونو افغانۍ پور نه دی ورکړی.

همدارنګه د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون لخوا د افغانستان برښنا شرکت ته سپارښته وشوه، چې صنعتکارانو ته د برښنا د زیاتوالي په خاطر دې پر هغو دولتي ادارو او وزارتونو هم د برښنا پرچاوي وضعه شي، چې یا خپل جنراتورونه لري او یا هم ۲۴ ساعته ورته برښنا اړینه نه ده.