ټاپي پروژه؛ راتلونکی پسرلی به یې عملي چارې پيل شي

نېټه: د 2022 کال د مارچ 16مه

د ټاپي پروژې عملي چارې به راتلونکی پسرلی له هرات ولایته پيل شي. د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس «محمد مراد امانوف» د ریاست‌الوزراء له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره لیدنه کې وویل، ترکمنستان چمتو دی چې د دغه پروژې پيل په «۶۰۰» میلیونو ډالرو پانګونې سره له هراته  شروع او د کارونو د چټکتیا په موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ ژر باصلاحیته ټیمونه رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه، نړیوال اسلامي بانک، د اسيا پرمختیايي بانک او همدارنګه روسي، چینايي او ځینې عربي بانکونه هم په ټاپي پروژه کې پانګونې ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، دوی د افغانستان له سرپرست حکومت غواړي چې د ټاپي پروژې د کارونو د پيل لپاره دې د افغانستان په خاوره کې د تېرېدونکي پایپ لین لپاره د ځمکې د استملاک مسئله حل او پر عوایدو راتلونکي مالیات دې معاف کړي.

د ښاغلي مراد امانوف په خبره، دغه مالیات چې شاخوا ۲۰ میلیونه ډالره کېږي، دوی یې یوازې د افغانستان په خاوره کې معاف کول غواړي او په بدل کې به یې ترکمنستان د هرات ولایت له (ګذرې سټیشن تر صنعتي پارک) پورې د ۲۰ میلیونو ډلرو په پانګونې سره د ټاپي پروژې یو پایپ لین غځوي، چې له مخې به یې په دغه صنعتي پارک کې تولیدات زیات او ډېرو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

 محترم ملاصاحب د ټاپي پروژې د پيل لپاره په افغانستان کې اوسنی رامنځته شوی وضعیت یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د ټاپي پروژې په اړه ۹ رسمي شوي تړونونه له خپلې ارزونې وروسته د تطبیق وړ بولي او د یادې پروژې د پيل لپاره پوره چمتووالی لري چې په دغه برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د ټاپي پروژې اجرائیوی رئیس ته ډاډ ورکړ، چې د یادې پروژې د کارونو د لا ښه همغږي کولو په موخه به ژر د اړوندو وزارتونو له لوري یو باصلاحیته پلاوی وټاکي او د ځمکې د استملاک مسئله به هم ژر نهايي کړي. ښاغلي برادر اخوند د افغانستان په خاوره کې د مالیاتو د معافیت په اړه د دواړو هیوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د مفصلو خبرو اترو غوښتنه وکړه، چې وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس د خپلو خبرو پر مهال وویل، د افغانستان په خاوره کې د مالیاتو معاف کول د ګازو پر قېمت مستقیم تاثیر لري، چې اومسهال پر یو متر مکعب ګاز له ۹۰۰ نیولې تر ۱۲۰۰ ډالره قېمت راځي او د معافیت په صورت کې به یې لوړه بیه ۵۰۰ ډالره وي. ښاغي مراد زیاته کړه، ترکمنستان چمتو دی چې د ګاز د توضیع په برخه کې خپل تخنیکې ټیمونه افغانستان ته راواستوي او دلته له افغان لوري سره یوځای کار وکړي. هغه همدا راز وویل چې دوی د کارونو د لا ښه پر مخ بیولو او په ځانګړې توګه د پيسو د انتقال په موخه غواړي، چې د ټاپي پروژې اړوند له ټولو افغان ارګانونو سره د یادې پروژې په اوږدو کې په هر ځای کې یوه ګډه موقتي اداره جوړه کړي.

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال د ټاپي پروژې د ژر پيل په اړه د ترکمنستان له هڅو مننه وکړه او په دغه برخه کې یې پر جدي ګام اخیستو ټینګار وکړ.