پېښو ته د رسېدو کمېسیون په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې ځپلو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

زلزله پکتیکا

نېټه: 2022، جون 23مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت؛ پېښو ته د رسېدو کمېسیون په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د لومړنیو خدماتو رسولو په موخه له اړوندو وزارتونو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم، د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال د عامه اړیکو رئیس ملا ولي جان اخوند او ځینو نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې تر هرڅه مخکې باید د پېښې ځای ته روغتیایي ټیمونه ولېږل شي، څو د ټپيانو عاجله درملنه وکړي. په غونډه کې تصمیم ونیول شو چې د کابینې له پرېکړې سره سم دې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسؤلین د پېښې ځای ته سفر وکړي او له زلزله ځپلو سره باید د مرستې کولو لپاره د ټولو مرستندویه دولتي او خصوصي بنسټونو تر منځ همغږي رامنځته کړي.