چین: ژر به د مس عینک د استخراج کار پيل کړو

نېټه: د 2022 کال د مارچ 24مه

د رياست الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل هيئت په چهارچنار ماڼۍ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير "وانګ يې" او ورسره پلاوي سره وکتل. محترم ملاصاحب وويل، چين او افغانستان خپل منځ کې ښې تاريخي اړيکې لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو لا پراختيا غواړي. هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه، د افغانستان اسلامي امارت چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو په اړه اطمينان ورکوي، چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري. ښاغلي ملا برادر اخوند وویل، اسلامي امارت په ټول افغانستان کې بشپړ امنیت راوستی دی، هېچا ته د سر او مال خطر نشته او نه به د افغانستان له خاورې څخه چاته اجازه ورکړي، چې د نورو هیوادونو پر ضد اقدامات وکړي.

 د ریاست الوزراء لومړي مرستیال د خپلو خبر پر مهال زیاته کړه، چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او اسلامي امارت د چین له حکومت څخه غواړي چې دلته پانګونه وکړي. د هغه په خبره، افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او اوسمهال په افغانستان کې یو خوندي چاپېریال رامنځته شوی دی. ښاغلي برادر اخوند همدار راز له چین وغوښتل چې افغانستان ته د «یو کمربند او یوه لار» پروژه کې غړیتوب ورکړي. هغه همداراز زیاته کړه چې د چین حکومت د دې کرونا وبا له وجې پر افغان سوداګرو لګول شوي بندیزونه لرې او د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره دې لا ښه زمینه برابره کړي. هغه له چینايي لوري وغوښتل څو افغان محصلینو ته دې د مسلکي زده کړو په موخه سکالرشیپونه برابر او په چین کې دې پر شته محصلینو د کرونا وبا لګول شوي بندیزونه ختم او درسونو ته دې په حضوري بڼه د تلو اجازه ورکړل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چین د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او استقلالیت ته یې په بشپړ احترام قایل دی. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان د نوي حکومت لخوا په ټولو برخو کې مثبت ګامونه اخیستل شوي او دوی یې د دوام هیله کوي. وانګ یې وویل، دوی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي او تازه یې ۳۰۰ میلیونه نورې بشري مرستې هم چمتو کړې دي.

ښاغلي وانګ یي وویل، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي. د هغه په خبره، چین په همدې موخه په نږدې ورځو کې د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ناسته رابولي چې د افغانستان په وضعیت به پکې خبرې کېږي. وانګ یې زیاته کړه، په دغه ناسته کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته هم بلنه ورکړې.

ښاغلي وانګ يې په افغانستان کې له سرتاسري امنيت ستاينه وکړه او زیاته یې کړه، که د افغانستان نوی حکومت د داعش او ETIM پر وړاندې هم جدي مبارزه وکړي، وضعیت به ورسره لا ښه او د سیمې هیوادونو باور به په نوي حکومت لا زیات شي. د وانګ یې په خبره، داعش او ETIM د چین او افغانستان ګډ دښمن دی او پر وړاندې یې باید په ګډه مبارزه وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چين چمتو دى چې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې لا  پراخې او  دلته د کانونو د استخراج، د اقتصادي زونونو د جوړولو او انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي. د چين  د بهرنيو چارو وزير همداراز وویل چې ژر به د مس عينک کان د استخراج چارې هم پيل کړي.

د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د داعش او ETIM پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه ښاغلي وانګ یې ته اطمینان ورکړ او زیاته یې کړه، یادې ډلې د افغانستان په خاوره کې د ورکېدو په حال کې دي او دوی یې پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

په پای کې د دواړو لورو لخوا د اړیکو پر پياوړتیا، د داعش او ETIM پر وړاندې د جدي مبارزې او ګډې اقتصادي همکارۍ پر پياوړي کولو ټینګار وشو.