اقتصادي کمېسیون؛ خصوصي سکتور دې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۱۴
Economic Commission

نېټه: د 2022 کال د اپریل 23مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسيون پر ټولو هغو مواردو تر مفصلو بحثونو وروسته، چې خصوصي سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ.

دغه کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پترولیم وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت، د صنعت او معدن او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده ورکړه، څو د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید په برخه کې صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برښنا اړتیا ته په کتو په ګډه لومړیتوبونه معلوم او وروسته په یاده برخه کې عملاً کار پيل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS