د اقتصادي معاونیت میاشتنۍ دویمه ګڼه چاپ شوه

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۶ - ۱۰:۱۰
84

نېټه: 2022, اګسټ 7مه

په دې ګڼه کې د تېرې یوې میاشتې پر مهال د اقتصادي معاونیت له لوري په بېلابېلو برخو کې د ترسره شوو فعالیتونو په اړه مفصل راپورونه راوړل شوي، چې د موضوعاتو له مخې اساساً درې برخې لري:

لومړۍ برخه کې یې د اقتصادي کمېسیون د اونیزو ناستو او اقتصادي معاونیت د ډيپلوماتیکو غونډو مفصل راپورونه ذکر شوي. دویمه برخه کې یې د هغو مهمو اقتصادي موضوعاتو او سترو اقتصادي پروژو په اړه مقالې لیکل شوې، چې د اقتصادي معاونیت له لوري پرانیستل شوې دي او یا یې په اړه لازم تصمیم نیول شوی دی.

د دې مجلې په درېیمه برخه کې د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند مهم پيغامونه او په ټولنیزو رسنیو کې د اقتصادي معاونیت د فعالیتونو ځينې برخې هم لوستونکو ته د انفوګرافیک په بڼه وړاندې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS