د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د هڅو په پایله کې یوشمېر افغانان د متحده عربي اماراتو له زندان خوشي شول

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۳:۲۱
82

نېټه: 2022، اګسټ 6مه

څه موده وړاندې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې په متحده عربي اماراتو کې بندي افغانان خوشي کړي.

د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له یادې غوښتنې سره هغوی موافقه وکړه، چې له امله یې نن 12 کسان آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول. دغه بندیان چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېږي، ډېر ژر به یې نور هم آزاد او خپل هېواد ته راستانه شي.   

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۶:۵۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د شاوخوا ۶۸میلیون ډالرو په پانګونې سره د برېښنا دوې پروژې پرانیستې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لسمه نېټه په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې په صنعتي ساحو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په اوومه. . .

BACK TO NEWS